کندز کې له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې پر مهال ۶۰ قلمه تاریخ تیره خوراکي توکي، درمل، او روغتیايي محصولات ترلاسه شوي دي.

press_admin
Sun, Oct 08 2023 9:35 AM
kunduz

۲۲/۳/۱۴۴۵

کندز  ولایت کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې امریت ، له خوراکي او درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال د تلې   ( میزان   ) د میاشتې دریمې   اوونۍ په جریان کې، چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول  د میاشتې دریمې   اوونۍ سره برابره ده، د یاد ولایت مختلفو ناحیو اړوند له ۱۰۲   بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه چې په هغو کې ۳۹ بابه درملتونونه، ۱۲ بابه خوراکه پلورنځۍ، ۶ بابه د خوراکي موادو ګدامونه، او  ۴۵ بابه د روغتیايي محصولاتو غرفې شاملې دي څارنه او پلټنه کړې ده.
ددغې څارنې پرمهال ۸ قلمه مختلف ډول  تاریخ تیر، ۲۸  قلمه مختلف ډول تاریخ تیره خوراکي توکي او ۲۳  تاریخ تیره روغتیايي محصولات  ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د امریت  ودانۍ ته انتقال کړي دي.
همدا راز یاد امریت د خپلې څارنې پر مهال د ۱۵ بابه درملتونونو نسخو څخه هم څارنه کړې ده او کومې اضافه پیسې یې له ناروغانو څخه اضافه اخیستې وې بیرته یې ناروغانو ته ورکړې دي او یو باب درملتون پر همدې تړاو مهرلاک شوی هم ده.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS