د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) مؤسسې له سرپرست رییس او مل پلاوي سره وکتل

press_admin
Sat, Mar 16 2024 9:00 AM
دامتر عبدالباری عمر

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) مؤسسې له سرپرست رییس او مل پلاوي سره وکتل؛
1445/09/4 هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن پنجشنبه د روان 1445هـ ق کال د رمضان د میاشتې په 4نیټه په خپل کاري دفتر د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) مؤسسې له رییس ښاغلي هارالد منهارت او مل پلاوي سره وکتل او د خوړو د خوندیتوب پر هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
د ناستې په پيل کې ښاغلي هارالد منهارت په افغانستان او نورو هېوادو کې د خپلو فعالیتو په اړه هر اړخیز معلومات له مقام سره شریک کړه او زیاته یې کړه هڅه کوي ترڅو افغانستان ته لا ډېر مرستې جلب کړو.
په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رییس هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د یادې مؤسسې له فعالیتونو او خدماتو مننه وکړه، ښاغلي عمر د خوړو او درملو ملي ادارې پر فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې یاده اداره د نورو دندو ترڅنګ د درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو دنده لري.
ښاغلي عمر د (WFP) مؤسسې له رییس څخه وغوښتل چې په خپلو چارو کې ټول خوراکي توکي باید د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو او قوانینو سره سم وپيرل او توزیع شي.
ښاغلي عمر یاده لیدنه کې د خوار ځواکۍ اصلي لامل بې کیفیته او غېر معیاري خوراکي توکي وبلل چې باید کیفیت او خوندیتوب ته جدي پاملرنه او کار وشي.
پر همدې مهال هارالد منهارت د خوړو ملي ادارې لپاره د یادې ادارې سرپرست فعالیتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو له مخې به خپل خدمات ترسره کوي.
ددغې ناستې په پاي کې پریکړه وشوه چې د خوړو او درملو ملي ادارې تخنیکي ټیم به د یاد مؤسسې له تخنیکي ټیم سره د یو شمیر موضوعات د حل په موخه ګډ کار وکړي.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS