هلمند ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۱۵ قلمه بې کیفیته او تارېخ تېره درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول
هلمند ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې ۱۵ قلمه بې کیفیته او تارېخ تېره درمل او خوراکي توکي ترلاسه شول؛
۱۰/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د هلمند ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۹ نیټه د یاد ولایت لومړۍ ناحیې اړوند له ۹ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۵ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه د یاد ولایت د خوړو او درملو آمریت ودانۍ ته انتقال کړل.