ننګرهار ولایت کې د ورځنې څارنې په ترڅ کې له ۱۷ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

press_admin
Mon, May 20 2024 1:17 PM
ننگرهار

ننګرهار ولایت کې د ورځنې څارنې په ترڅ کې له ۱۷ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۱۱/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د ننګرهار ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ نیټه د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د درملو  له ۵ بابه عمده پلورنځيو، ۱ باب درملتون، ۱۰ بابه خوراکه پلورنځي او ۱ باب سوپر مارکيټ څخه څارنه ترسره کړې ده، چې په پایله کې ۱۲ کارتنه مختلف ډول تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو ریاست ودانۍ ته انتقال کړل.
د یادې څارنې په ترڅ کې درمليزو تاسيساتو مسؤلينو ته د غير معياري درملو د نه پلور، نرخونو کنترول، په درملتون کې د فني مسؤل شتون او نورو موجودو ستونزو په اړه سپارښتنې هم وشوې.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS