د لغمان ولایت د لبنیاتو یو شمیر پلورنځیو ته لازمې او اړینې سپارښتنې وشوې؛
د لغمان ولایت د لبنیاتو یو شمیر پلورنځیو ته لازمې او اړینې سپارښتنې وشوې؛
۲۵/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق
د لغمان ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکی تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالجحې د میاشتې په ۲۴ نیټه د یاد ولایت په مرکز مهتر لام ښار کې له ۷ بابه پنير پلورنځيو او ۴ بابه درملتونو څخه څارنه ترسره کړه.
په دغې څارنه کې د پنیر پلورنځيو مسؤولینو ته د نظافت په برخه کي لازمې او اړینې سپارښتنې وشوې او ترڅنګ ۸ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر درمل هم ترلاسه شول او د لمنځه وړلو په موخه د یاد ولایت د خوړو او درملو آمریت ته انتقال شول.