په نامه د سبزومو تولیدي فابریکې پرانیستنه وشوه (TJL) د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د

press_admin
Wed, Oct 04 2023 9:51 AM
tjl

د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د (T J L) په نامه د سیرمو تولیدي فابریکې پرانستنه وشوه.

 

تیر یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ریبع الاول د میاشتې په ۱۶ نیته، کابل ولایت کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت (T J L) په نامه د سیرم تولیدي فابریکې پرانستنه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه چارواکو پکې برخه اخیستې وه پرانیستل شوه.

د یادې فابریکې پرانست غوڼده کې د چارو ادارې لوی رییس محترم شیخ انورالحق انور یاد فابریکه د هیواد په اقتصادي برخه او د خلکو د سیرم د اړتیاو پوره کولو کې یو مهم ګام وباله، ښاغلي شیخ انورالحق انور زیاته کړه چې باکیفیته درملو او خوراکي توکو ته لاس رسی د هر افغان لپاره مهم دي او هیواد ته یې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو د وارداتو پر مخنیوي ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د درملو او روغتیايي محصولاتو معین ډاکټر رحمت الله روفي د هیواد ټولو وګړو ته د یادې فابریکې د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې د خوړو او درملو ملي ادارې د درملو او خوراکي توکو صنعت کارانو ته پوره اسانتیاوې رامنځته کړي، او د تولیدي فابریکو د ملاتړ په موخه یې بازار کنټرول کړی او د ۱۵ قلمه هغو درملو ته به د وارداتو اجازه ورنکړي چې افغانستان پکې ځان بساینې ته رسیدلی ده، همدا راز ښاغلي روفي د وراداتو د برخې پر سوداګرو غږ وکړ چې د وارداتو پر ځای تر یوه حده په داخل کې تولیداتو ته مخه کړي.

د یادې فابریکې پرانست غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي قدرت الله جمال وویل چې افغانستان د درملو د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او په نږدی راتلونکي کې به د افغانستان سیرم یو شمیر هیوادونو ته صادر شي، ښاغلي جمال په بهر میشتو پانګوالو غږ وکړ چې افغانستان کې دې پانګونه وکړي او د هیواد له ټولو وګړو یې هم وغوښتل چې د داخلي تولیداتو څخه ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې یاده فابریکه په لس جریبه ځمکه کې جوړه شوې، چې د ۲۴ ساعته په جریان کې د ۱۱۰ زره مختلف ډول  سیرمو د تولید ظرفیت لري او په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې ۷۰۰ نفرو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده

 

 

Latest news

Sun, Apr 26 2026 8:43 AM
Background image

The Deputy Minister of Food and Medicine Traveled to Balkh Province

Respected Alhaj Mawlawi Hamdullah Zahid, Deputy Minister of Food and Medicine at the Ministry of Public Health, traveled to Balkh Province along with his technical team. During this. . .

BACK TO NEWS