په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 13 بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه
په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 13 بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه
1445/07/26 هـ ق
په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنې ټیمونو د خپلې څارنې د لړۍ په دوام پرون سه شنبه د روان 1445 هـ ق کال د رجب د میاشتې په 25 نیټه د یاد ولایت دوهمې ناحیې اړوند الظاهر روغتیا پلازه او د پوهنتون شفاخانې سیمو کې د توریدي شرکت له 4 بابه نماینده ګیو، 5 بابه د درملو عمده پلورنځیو، او 4 بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره کړه.
ددغې څارنې په ترڅ کې 24 قلمه غېر معیاري او تارېخ تېره درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شول.