په مرکز کابل کې د شپې له طرفه د نوکریوالۍ د ترسره کولو په موخه له 28بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره شول
په مرکز کابل کې د شپې له طرفه د نوکریوالۍ د ترسره کولو په موخه له 28بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره شول؛
1445/08/22 هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو تېره شپه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 21 نيټه د شپې له طرفه د ټاکل شویو درملتونو له لورې د نوکریوالۍ د ترسره کولو په موخه د کابل ښار مختلفو ناحیو اړوند له 28 بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره شوه.
ددغې څارنې په ترڅ کې 9بابه هغه درملتونونه مهرلاک یا وتړل شول چې د شپې له طرفه د خپلې نوکریوالۍ په نوبت کې نه وه موجود.