په مرکز کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۲۱ بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
په مرکز کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۲۱ بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۳۰/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د خوړو او درملو معینیت له خوراکی تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفرد میاشتي په ۱ نیټه د مرکز کابل مختلفو ناحیو اړوند د خوراکي توکو له ۳ بابه تولیدي فابریکو، ۴ بابه کلچه پزیو او ۱۴ بابه د خوراکي توکو له عمده او پرچون پلورنځيو څخه د څارنې په ترڅ کې ۱۴ قلمه مختلف ډول تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د معینیت مرکزي ودانۍ ته انتقال کړل.