د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس د آیسکریمو د تولیدي فابریکو د اتحادیې له غړو او مسؤولینو سره وکتل؛

press_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۸:۳۶
شسی

د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس د آیسکریمو د تولیدي فابریکو د اتحادیې له غړو او مسؤولینو سره وکتل؛

1445/08/8 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو خوندیتوب عمومي رییس ډاکټر صاحب نعیم الله ایوبي او د یاد ریاست د نورو برخو رییسان په شتون کې د آیسکریم د تولیدي فابریکو د اتحاديې له غړو او مسؤولینو سره دوشنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې به 8 نیټه په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغې کتنه کې یادې اتحادیې خپلې ستونزې او مشکلات شریک کړل او د ادارې څخه یې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

په ورته وخت د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس ډاکټر صاحب نعیم الله ایوبي هغوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوي ستونزې او مشکلات واوریدل او د ادارې له اړخه یې د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ، نوموړي له هغو څخه وغوښتل چې د خلکو او ماشومانو د روغتیا په موخه باید خپلې تولیدي فابریکې معیاري کړئ او خپلې پانګونې ته د پراختیا په ورکولو سره خپل تولید نورو هېوادونو ته هم صادر کړئ.

په دغې کتنه ښاغلي ایوبي د آیسکریم پر ټولو تولیدي فابریکو غږ وکړ ترڅو خپلې فابریکې معیاري کړئ او د سرغړونې په صورت کې به اداره د هغوی پر وړاندي قانوني اقدام پورته کړي.

د ناستې په پای کې د اتحاديې غړو او مسؤولینو ورته مواردو ته لیوالتیا وښوده او د پوره عملي کولو ډاډ یې ورکړ او یاده ناسته په دعایه کلام سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۱:۴۰
Background image

پکتیا ولایت کې له 5 بابه درملیزو تاسیساتو  څخه څارنه ترسره شوه؛

پکتیا ولایت کې له 5 بابه درملیزو تاسیساتو  څخه څارنه ترسره شوه؛
3/2/1446 هـ ق
د پکتیا ولایت د خوړو او درملو ریاست له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان 1446 هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له  ۸ بابه خوراکی تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه

کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له  ۸ بابه خوراکی تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۳/۲/۱۴۴۶ هـ ق
د خوړو او درملو معینیت له خوراکی تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۵:۳۲
Background image

په مرکز کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۲۱ بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

په مرکز کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې له ۲۱ بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۳۰/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د خوړو او درملو معینیت له خوراکی تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان. . .

BACK TO NEWS