د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رییس په افغانستان کې د MSF مؤسسې له رییس او مل پلاوي سره وکتل
د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رییس په افغانستان کې د MSF مؤسسې له رییس او مل پلاوي سره وکتل
۲۰/۶/۱۴۴۵
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رییس ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثاني د میاشتې په ۲۰ نیټه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د MSF مؤسسې له رییس ښاغلي فلیپ ریبیرو او مل پلاوي سره وکتل.
په دغې کتنه کې د درملو داخلي تولیداتو په ملاتړ بحث او خبرې ترسره شوې.
ښاغلي عمر د یادې مؤسسې رییس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې یاده مؤسسه باید د خپلو خدماتو د رسونې په برخه کې د افغانستان د درملو داخلي تولیدي فابریکې او همدا راز د درملو داخلي مارکيټ څخه د درملو خریداري وکړي او پر یاده موضوع یې د MSF مؤسسې له رییس او پلاوي سره هوکړه وکړه.
په ورته وخت کې د MSF مؤسسې رییس ښاغلي ریبیرو ژمنه او ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د افغانستان داخلي ظرفیت په نظر کې نیسي او له داخلي تولیداتو ترڅنګ به د ټولو باکیفیته او معیاري درملو خریداري په افغانستان کې ترسره کوي.