د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رییس په افغانستان کې د MSF مؤسسې له رییس او مل پلاوي سره وکتل

press_admin
Wed, Jan 03 2024 12:42 PM
ASD

د خوړو  او درملو ملي ادارې لوی رییس په افغانستان کې د MSF  مؤسسې له رییس او مل پلاوي سره وکتل

۲۰/۶/۱۴۴۵

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې لوی رییس ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثاني  د میاشتې په ۲۰ نیټه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د MSF مؤسسې له رییس ښاغلي فلیپ ریبیرو او مل پلاوي سره وکتل.

په دغې کتنه کې د درملو داخلي تولیداتو په ملاتړ بحث او خبرې ترسره شوې.

ښاغلي عمر د یادې مؤسسې رییس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې یاده مؤسسه باید د خپلو خدماتو د رسونې په برخه کې د افغانستان د درملو داخلي تولیدي فابریکې او همدا راز د درملو داخلي مارکيټ څخه د درملو خریداري وکړي او پر یاده موضوع یې د MSF مؤسسې له رییس او پلاوي سره هوکړه وکړه.

په ورته وخت کې د MSF مؤسسې رییس ښاغلي ریبیرو ژمنه او ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به د افغانستان داخلي ظرفیت په نظر کې نیسي او له داخلي تولیداتو ترڅنګ به د ټولو باکیفیته او معیاري درملو خریداري په افغانستان کې ترسره کوي.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 8:43 AM
Background image

The Deputy Minister of Food and Medicine Traveled to Balkh Province

Respected Alhaj Mawlawi Hamdullah Zahid, Deputy Minister of Food and Medicine at the Ministry of Public Health, traveled to Balkh Province along with his technical team. During this. . .

BACK TO NEWS