د درملو او صحي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د بنګلهدېش د درملو تنظیم ادارې له رئیس سره وکتل
محترم الحافظ ډاکټر نعیمالله ایوبي، د خوړو او درملو د معینیت اړوند د درملو او صحي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د بنګلهدېش جمهوریت ته، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۲ مه، د چهارشنبې په ورځ، د بنګلهدېش د درملو د تنظیم ادارې له عمومي رئیس محترم جنرال ډاکټر محمد شمیم حیدر او د هغه له تخنیکي ټیم سره وکتل.
په دې کتنه کې، د دواړو لوریو ترمنځ د مهمو او ګډو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې، چې پکې د بنګلهدېش د درملو تنظیم ادارې او د افغانستان د خوړو او درملو د معینیت ترمنځ د تفاهملیک لاسلیک، د معینیت د متخصصینو لپاره د ویزو د ورکړې اسانتیا تر څو په افغانستان کې ثبت شوو درملیزو شرکتونو تفتیش ترسره کړي، د مسلکي تجربو شریکول د افغاني متخصصینو د ظرفیت لوړولو په موخه، د درملو پر بستهبندۍ د افغانیو په اسعارو د خرڅلاو بیې درج کول، په افغانستان کې د نویو ثبتېدونکو درملیزو شرکتونو د ثبت په بهیر کې همکاري، او همدارنګه افغانستان ته د صادرېدونکو سرطاني درملو په بیه کې تخفیف، شامل وو.
د بنګلهدېش لوري د افغاني پلاوي له راتګ څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د یادو شویو موضوعاتو په برخه کې به له افغانستان سره هر اړخیزه همکاري کوي.
