په نیمروز ولایت کې له ۹ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه
په نیمروز ولایت کې له ۹ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛
۳/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د نیمروز ولایت د خوړو او درملو آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۲ نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند له ۸ بابه خوراکه پلورنځيو او ۱ باب د درملو عمده پلورنځيو څخه د څارنې په ترڅ کې ۴۸ قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیت درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د یاد ولایت د خوړو او درملو د آمریت ودانۍ ته انتقال کړې.