کندهار ولایت کې له 10بابه خوراکي تاسیساتو څخه 40قلمه او 16کارتنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول

press_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۸:۵۸
کندهار

پکندهار ولایت کې له 10بابه خوراکي تاسیساتو څخه 40قلمه او 16کارتنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل ترلاسه شول؛
1445/08/22 هـ ق
په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 21نیټه د یاد ولایت 12ناحیې اړوند د خوراکي توکو له 10بابه پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې 40 قلمه مختلف ډول تارېخ تېر او بې کیفیته خوراکي ترلاسه کړل.
همدا راز د یاد ولایت دریمې ناحیې اړوند د یو شرکت په ګدام کې یو یو قلم هغه درمل چې له لابراتواري ازمایښت څخه وروسته یې نتیجه منفي ورکړل شوې وه، چې په مجموعي ډول 16کارتنه کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS