په مرکز (کابل) کې د خوراکي توکو یو شمیر تولیدي فابریکو ته د معياري کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛
په مرکز (کابل) کې د خوراکي توکو یو شمیر تولیدي فابریکو ته د معياري کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛
۲۳/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق
د خوړو او درملو معینیت له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق د ذوالحجه د میاشتې په ۲۲ نیټه د مرکز کابل پنځمې ناحیې اړوند د خوراکي توکو له ۵ بابه تولیدي فابریکو څخه څارنه ترسره کړه.
یاد ټیم په دغې څارنه کې د يادو تاسيساتو مسؤلینو ته د تاسيساتو د معياري کولو په موخه او د خوندي خوراکي توکو د تولید په اړه لازمي لارښووني او سپارښتنې وکړې.