د درملو او صحي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د بنګله‌دېش د درملو تنظیم ادارې له رئیس سره وکتل

jawid_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۴:۵
د درملو او صحي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د بنګله‌دېش د درملو تنظیم ادارې له رئیس سره وکتل

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خوړو او درملو د معینیت اړوند د درملو او صحي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د بنګله‌دېش جمهوریت ته، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۲ مه، د چهارشنبې په ورځ، د بنګله‌دېش د درملو د تنظیم ادارې له عمومي رئیس محترم جنرال ډاکټر محمد شمیم حیدر او د هغه له تخنیکي ټیم سره وکتل.

په دې کتنه کې، د دواړو لوریو ترمنځ د مهمو او ګډو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې، چې پکې د بنګله‌دېش د درملو تنظیم ادارې او د افغانستان د خوړو او درملو د معینیت ترمنځ د تفاهم‌لیک لاسلیک، د معینیت د متخصصینو لپاره د ویزو د ورکړې اسانتیا تر څو په افغانستان کې ثبت شوو درملیزو شرکتونو تفتیش ترسره کړي، د مسلکي تجربو شریکول د افغاني متخصصینو د ظرفیت لوړولو په موخه، د درملو پر بسته‌بندۍ د افغانیو په اسعارو د خرڅلاو بیې درج کول، په افغانستان کې د نویو ثبتېدونکو درملیزو شرکتونو د ثبت په بهیر کې همکاري، او همدارنګه افغانستان ته د صادرېدونکو سرطاني درملو په بیه کې تخفیف، شامل وو.

د بنګله‌دېش لوري د افغاني پلاوي له راتګ څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د یادو شویو موضوعاتو په برخه کې به له افغانستان سره هر اړخیزه همکاري کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۴۳
Background image

د خوړو او درملو معین بلخ ولایت ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو محترم معین الحاج مولوي حمدالله زاهد، د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دې سفر په ترڅ کې یې د خوړو او درملو د لابراتوار د ودانیزو. . .

BACK TO NEWS