په جوزجان ولایت کې له درملیزو تاسیساتو څخه د ورځنۍ څارنې پر مهال ۳۶ قلمه مختلف ډول تاریخ تېره درمل ترلاسه شوي دي

press_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۹:۲
jozjan

په جوزجان ولایت کې له درملیزو تاسیساتو څخه د ورځنۍ څارنې پر مهال ۳۶ قلمه مختلف ډول تاریخ تېره درمل ترلاسه شوي دي؛

۳/۷/۱۴۴۵

جوزجان ولایت کې د خوړو او درملو  ملي ادارې آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب د میاشتې په دوهمه نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند له ۲ بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره کړې ده.

ددغې څارنې پر مهال ۳۶ قلمه تاریخ تېر او ۳ قلمه غېر قانوني درمل ترلاسه او د هدر په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوي دي.

همدا راز یاده څارنه کې جوزجان کې د ادارې آمریت اړوندو تاسیساتو ته لارښوونه کړې ترڅو خپلې چارې او خدمات د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو سره سم برابر او مخته یوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د افغانستان او ایران ترمنځ د خوړو، درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم برخه کې عملي تطبیقي پلان لاسلیک شو:

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معیینیت ښاغلی معین مولوی حمد الله زاهد او مل پلاوي یې ایران هیواد ته د خپل سفر په لړ کې  د خوراکي توکو، درملواو روغتیایی محصولاتو د تنظیمی چارو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه ترسره شوه:

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د ژمنو د تعقیب او همغږۍ غونډه د سوداګرۍ نړيوال سازمان (WTO) له مسؤلینو سره د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادي‌الثاني د ۲۶مې نېټې د چهارشنبې په ورځ ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۴۳
Background image

د خوړو او درملو معین د یوې پلاوي په مشري د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ؛

محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د (ا.ا.ا) د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادالثاني د ۲۵مې نېټې سره سم، د یوې پلاوي په مشري چې د درملو او. . .

BACK TO NEWS