د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د یو شمیر بین المللي مؤسسو له استازو او مسؤولینو سره وکتل

press_admin
Sun, Apr 28 2024 3:16 PM
asd

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د یو شمیر بین المللي مؤسسو له استازو او مسؤولینو سره وکتل؛
۱۹/۱۰/۱۴۴۵
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر" نن یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۹ نیټه د روغتیا نړیوال سازمان(who) د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (UNICEF)  او (UNFPA)  مؤسسو له استازو سره د یادې ادارې په مقام کې وکتل.
په دغې کتنه کې دخوړو او درملو خوندیتوب، خوارځواکۍ لاملونو، داخلي تولیداتو او یو شمیر نورو مهمو مواردو بحث او خبرې ترسره شوې.
د ناستې په پیل کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د یادو مؤسسو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ  د تېرې ادارې په پرتله د یادې ادارې اوسني وضعیت او لاسته راوړونو په تړاو معلومات شریک کړل، نوموړي خورار ځواکۍ ته په اشاري سره وویل چې یادې ناروغۍ اصلي عامل خوندي خوړو ته د خلکو نه لاس رسی ده چې باید په ګډه د یادې ناروغۍ  د لمنځه وړولو لپاره  کار وشي.
ښاغلي "عمر" وویل چې یاده اداره هڅه کوي ترڅو د خلکو د روغتیا د ساتنې په موخه لا کوټلي ګامونه پورته کړي نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو دوه کلونو کې یې د یادې ادارې په سیستم جوړونه کار کړی او د خوړو او درملو د قانونونو ترڅنګ یې  د مختلفو برخو لپاره ۳۵ کړنلارې جوړې کړې دي.
په ورته وخت کې د یادو مؤسسو استازو د خوړو او درملو ملي ادارې لپاره د یادې ادارې د رهبرۍ کارونه وستایل او د درملو د وارداتو او یادې چارې  د ګړندیتوب، په اړه یې خپلې ستونزې شریکې کړې.
پر همدې مهال ښاغلي "عمر" د هغوی ستونزو ته په اشاره وویل  چې د نړیوالو قوانینو له مخې هر مؤسسه او سازمان چې په کوم هیوآد کې فعالیت کوي باید د هغه هېواد داخلي ظرفیت په نظر کې ونیسي، نوموړي په تینګار وویل چې افغانستان د ملي او بین المللي معیاراتو په درلودو سره د درملو د تولید فابریکې لري او هر هغه مؤسسه چې په داخل کي  درملیزخدمات وړاندې کوي اړ ده ترڅو د داخلي تولیداتو د پراختیا په موخه د افغانستان د درملو له داخلي تولیدي فابریکو او د درملو داخلي مارکیټ څخه درمل واخلي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د خوړو او درملو ملي اداره یوازنی موخه  د خلکو د روغتیا ساتنه ده او یادې موخې ته د رسیدو لپاره یې باید هر اړخیز ډول ملاتړ وشي ترڅو د معیار او ستنډرډ څوکې ته ورسیږي.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS