د خوړو او درملو ملي ادارې، د لابراتوارونو ریاست د اړتیا وړ ریجنټونو برابرولو آزاده دواطلبي د شفافي پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
د خوړو او درملو ملي ادارې، د لابراتوارونو ریاست د اړتیا وړ ریجنټونو برابرولو آزاده دواطلبي د شفافي پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
۲۴/۳/۱۴۴۵
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د لابراتوارو ریاست د۱ړتیا وړ ریجنټونو د برابرولو ( تهیه، تدارک) چې څه موده وړاندې د ادارې د تدارکاتو آمریت له لورې آزادې دواطلبۍ ته سپارل شوې وه، د داوطلبۍ پروسه یې نن دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۴ نیټه د ادارې د ناستو په تالار کې د شفافي پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
دغې داوطلبۍ لپاره شاوخوا ۶ لوژستکي شرکتونو نوم لیکنه کړې وه، او ۳ شرکتونو ( برادران اکبري، نوی اریا نړیوال لمیتد، کشمیر قاسمي) په عملي ډول ګډون وکړ او خپل وړاندیزونه یې د تدارکاتو د طرزالعملونو قانون له مخې وړاندې کړل، د یادې داوطلبۍ ګټوونکی شرکت به د خوړو او درملو ملي ادارې د ارزونې د کمیټې له ارزولو وروسته اعلان شي.