د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د مرکزي لابراتوار د ماشین الاتو او وسایلو د برابرولو ازاده دواطلبي د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه

press_admin
Sun, Nov 05 2023 2:08 PM
dawtalbi

۲۰/۴/۱۴۴۵

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د مرکزي لابراتوار د اړتیا وړ ماشین الاتو او وسایلو  برابرول (تهیه او تدارک)، چې څه موده وړاندې د ادارې د تدارکاتو امریت ازادې دواطلبۍ ته سپارلی وه، د داوطلبۍ پروسه یې پرون  شنبه  د روا ن ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۰ نیټه د ادارې د ناستو په تالار کې د یوې شفافي  پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.

 دغې داوطلبۍ کې د ګډون په موخه  ۱۲ شرکتونو شرطنامې اخیستې وې،  چې له ډلې یې څلورو لوژستیکي شرکتونو( نایب ، نورفارما، فاطمه علي  او نوی اریا نړویال لمیتد )  په عملي ډول ګډون وکړ او خپل وړاندیزونه یې د تدارکاتو د طرزاعملونو قانون له مخې وړاندې کړل، د یادې داوطلبۍ ګټوونکی شرکت به د خوړو او درملو ملي ادارې د ارزونې د کمیټې له ارزولو وروسته اعلان شي.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS